افغان او ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو ستونزو پر حل خبرې کړي
افغان او ایراني چارواکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو ستونزو ته د رسېدو، د زندانیانو د استرداد د موافقتنامې پلې کولو او په اعدام محکوم شویو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پیدا کولو په اړه خبرې کړي دي.


