د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته د تلونکو افغانانو د لېږد بهیر بشپړ شو او ټول ۱۳۵۸۲ افغان حج کوونکي مکې مکرمې ښار ته رسېدلي دي.