د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پېښور کې یوه ناسته کې د پاکستان ملي سرود د غږېدو پر مهال د افغان سرقونسل د نه درېدو له امله احتجاج کړی، خو د افغان قونسلګرۍ وياند وایي، دغه کار د بېاحترامۍ په نیت نه دی شوی.