Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د المپیک ملي کمېټې مسوولین وایي، ښاروالۍ پلان لري چې د کابل ښار په مختلفو سیمو کې پارکونه بیا ورغوي چې یوازې ښځې به د ورتګ اجازه ولري او هلته ښځې هم کولی شي چې ورزش وکړي.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي چې افغان لوبغاړو د مالدیف په کوربهتوب د سوېلي اسیا په سیالیو کې د سرو زرو د درې، د نقرې پنځه او د برنزو درې مډالونو په ګټلو سره په دغو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ.
د تاتارستان هېواد ورزشي مسوولین د افغانستان المپیک ملي کمېټې او سپورټ له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان ورزشکارانو پیاوړتیا او روزنې برخه کې لازمه همکاري کوي.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون وایي چې د محسن رضایي او علي اکبر په نومونو دوو افغان ورزشکارانو د پاکستان په کوربهتوب د تکواندو ازادو اسیایي سیالیو کې د سرو زرو مډوالونه ترلاسه کړي دي.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون مسوولین وایي چې حمکتالله زین او امید سهاک دوه افغان ورزشکارانو د پاکستان په کوربهتوب د تکواندو ازادو اسیایي سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې او د نقرې دوه مډوالونه یې ترلاسه کړي دي.
د افغانستان د موی تای ملي فدراسیون وایي، د موی تای افغان ورزشکارانو د ایران په کوربهتوب اسیایي سیالیو کې درې د طلا او دوه د برونزو مډوالونه ګټلي دي.
د افغانستان د بدن ښکلا او فیټنیس فدراسیون وایي، د مالدیف په کوربهتوب د سوېلي اسیا د بدن ښکلا سیالیو کې افغان ورزشکارانو درې د نقرې او یو د برنزو مډالونه ګټلي دي.
د افغانستان د جودو ملي فدراسیون وایي، د قزاقستان په کوربهتوب د جودو نړۍوالو سیالیو کې پنځه افغان جودوکارانو هم ګډون کړى دی.
د ورزش او المپیک ملي کمېټه وایي، د آذربایجان په کوربهتوب د تکواندو په نړۍوالو سیالیو کې اته افغان ورزشکارانو ګډون کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP