د ریاستالوزراء اداري مرستیال د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي له مرستیال سره په ليدنه کې ویلي، اسلامي امارت د اقتصادي ودې، ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو او په بېلابېلو سیمو کې د پرمختیایي پروژو پلي کولو برخو کې په خپل ټول توان هڅه کوي.