د سرپرست حکومت اقتصادي کمېسيون پرېکړه کړې چې له بهرنيو ځواکونو پاتې پوځي اډو کې اقتصادي زونونه جوړوي او په همدې موخه له دغو اډو یوازې د بلخ او کابل پر هغو ازمایښتي کار پیلېږي.
د ریاست الوزراء لومړی معاونیت وایي، اقتصادي کمېسيون د ترانسپورټي چارو د تنظیم یوه داسې طرحه تایید کړه چې په پلې کېدو به يې هر کال ۳۰ ميليارده افغانۍ عوايد راټول شي.