په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو خپله شپږه پوځي اډه (کابل کمپ) هم د افغانستان ملي دفاع وزارت ته وسپارله.
په واشنګټن کې امريکايي چارواکو ويلي چې ځواکونو يې په هلمند ولايت کې له افغان ځواکونو څخه د دفاع په موخه د لښکرګاه ښار په بېلا بېلو سيمو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.