د بدخشان ولایت د کرانومنجان په لرې پرته ولسوالۍ کې د یو شمېر ښځو لپاره زېږون د مرګ له خطر سره مل دی، په ځینو مواردو کې د مجهزو روغتیايي مرکزونو، وړ ډاکټرانو او مناسبو لارو نشتون د امیندواره ښځو د مړینې لامل کېږي.