Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د تېلو یوه پلورنځي کې د اورلګېدنې له امله مالي زیان اوښتی دی.
ترکي چارواکي وايي، د ترکيې استانبول ښار په یوه نایټ کلپ کې د اورلګېدنې له امله ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.
د پروان د عامې روغتیا ریاست وایي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د یوه روغتیايي مرکز په ودانۍ کې د برېښنا شارټي له امله اورلګېدنه رامنځته شوې چې میلیون افغانۍ زیان یې اړولی دی.
رسنیو راپور ورکړی چې د چیلي هېواد مرکزي او سوېلي برخو ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۱۱۲ تنو ته رسېدلی او په سلګونو نور لادرکه دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د چیلي هېواد مرکزي او سوېلي برخو ځنګلونو کې اورلګېدنې له امله تر اوسه ۵۱ کسان مړه شوي دي.
چین کې د ډبرو سکرو د یوه شرکت په اداري ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۲۵ کسان مړه او ۵۱ نور ټپیان شوي دي.
کونړ کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت غازياباد ولسوالۍ د چهارتراش لرګیو یوه سرای کې اورلګېدنې خلکو ته شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.
فاریاب کې ځايي سرچینې وایي چې پرون ماښام د دغه ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ یوه ښوونځي کې اورلګېدنه رامنځته شوې او هلته شته اسناد او وسایل سوځېدلي دي.
د کندهار ښار شورندام صنعتي ښارګوټي کې نن سهار وختي د تازه مېوو لپاره د جالۍ جوړولو په یوه فابریکه کې اور لګېدلی، خو د مالي زیانونو په اړه يې کره معلومات نه دي په ډاګه شوي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار څلورمې امنیتې حوزې مربوطاتو کې اورلګېدنې مالي زیانونه اړولي دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د برېښنایي وسایلو يو مارکېټ کې اورلګېدنې مالي زيان اړولى دى.
د راپورونو له مخې، د سویلي افریقا په جوهانسبرګ ښار کې د اورلګېدنې پېښه کې شاوخوا ۶۳ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP