د کابل مرستون رییس وايي، په هېواد کې د سیاسي نظام له پرځېدو وروسته د هغو کورنیو شمېر چې په دغه مرستون کې ساتل کېږي، له ۲۱ نه ۳۸ ته لوړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به د ۵۰ نورو کورنیو د اوسېدو زمینه هم برابره شي.