د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران له ځينو لیکوالانو، د رسنیو مسوولینو، څېړونکو او ژورنالېستانو سره په لیدنه کې ویلي چې بهرنۍ تګلاره یې د هېچا تر اغیز لاندي نه ده او د افغانستان- ایران اړیکې «تقویت او پراختیا» لورې ته روانې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي، په تېرو شلو میاشتو کې له هېوادونو سره اړیکې او تعامل ښه وو او هیلهمن دی چې شته ستونزې هم په تدریج سره حل شي.
د امریکا مالیې وزارت ویلي چې القاعده په افغانستان کې د قوي کېدو په حال کې ده او دغه ډله د سلاکارانو او مربیانو شبکې له لارې له طالبان سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي.