د افغانستان د ریاستالوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ایران بهرنیو چارو وزیر په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، کلتوري او نورو برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ایراني پلاوي سره ليدنه کې ویلي، افغانستان د ایران صنعتي توکو لپاره ښه مارکېټ دی او اړينه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ برخو کې لا اسانتیاوې رامنځته شي.