د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکې ادارې یا اوچا اعلان کړی چې ایسلنډ هېواد د افغانستان له بشري صندوق سره ۴۰ میلیون کرون مرسته کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وایي، ایسلنډ د روان زېږدیز کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۴۰ میلیون ایسلنډي کرون مرسته اعلان کړه.