Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
راپورونه وايي، د ایټالیا د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو او ځینو سازمانونو ترمنځ یو هوکړهلیک لاسلیک شوی چې له مخې به یې ۷۰۰ افغان کډوال دغه هېواد ته ولېږدول شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وایي چې ایټالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۴،۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
په کاناډا، ایټالیا، سویس او بُن کې د افغانستان د سیاسي استازولیو وېبپاڼې په داسې حال کې بندې شوې دي چې د بهرنیو چارو وزارت درې ورځې مخکې وویل، د دغو او په بهر کې د هېواد د یو شمېر نورو استازولیو قونسلي خدمتونو ورته د منلو نه دي، خو دغو استازولیو وویل چې د پخوا په څېر د قونسلي خدمتونو دوام ته ژمن دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د ایټالیا په سويلي سواحلو کې د دوو کښتیو ډوبېدو پېښه کې ۱۱ کسان مړه، ۵۱ ژغورل شوي او ۶۴ نور لادرکه دي.
د ایټالیا هېواد د فلورانس پوهنتون رییسې د کور او ښار جوړولو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې بامیان کې د مغارو استوګنو لپاره سل کورونه جوړوي.
د غازي امانالله خان لور شهزادګۍ هندیه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د ۹۴ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
د ایټالیا ونیز ښار کې له یوه هوایي پل څخه د ګرځندویانو د یوه بس غورځېدو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
. . .
افغان خبریاله تورپېکۍ امرخېل او د هغې د کورنۍ څلورو غړو هم تېره اونۍ د ايټاليا په سوېلي سمندرګي کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ژوند بایللی دی.
په اېټالیا کې د افغانستان سفارت وایي، د دغه هېواد سواحلو ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د ۳۲ افغانانو مړي پېژندل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP