د جوزجان امنیه قومانداني د دغه ولایت په فیضاباد ولسوالۍ کې د اورلګېدنې د تایید ترڅنګ وایي، د دغې ولسوالۍ په «بالامردیان» کلي کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۰ کورونه سوځېدلي دي.