بلخ کې امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت حیرتان بندر کې يې د یوه ازبکستاني وګړي په ګډون شپږ کسان له لسګونه بوتل شرابو سره نیولي دي.
د بلخ ولایت په چمتال او بلخ ولسوالیو کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شپږ شبکې جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د بلخ د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي چې د دغه ولایت د غرختونکو فدراسیون ۱۴ کسیزې ډلې د چهارکنت ولسوالۍ غره تر ټولو لوړه څوکه فتحه کړه.
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رییس وایي، دغه ریاست پلان لري چې په راتلونکي کال کې د برېښنا برخه کې ۴۰ میلیارد افغانۍ ولګوي.
د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي څو د دې ولسوالۍ پر سیند د برېښنا بند جوړ کړي.
د بلخ ولایت حیرتان ګمرک کې د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت پر ۱۵ جریبه ځمکه د باروړونکو موټرو لپاره یو معیاري تمځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ ځینو سیمهییزو ادارو په ګډه په دغه ولایت کې د نيالګيو اېښودو پسرلنی کمپاين پيل کړ چې په ترڅ کې به یې شاوخوا یو میلیون نيالګي کېښودل شي.
د بلخ پارا المپیک فدراسیون مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د پنځو لوبډلو د شاوخوا ۵۰ لوبغاړو ترمنځ په ویلچر د هندبال سیالۍ ترسره شوې.
د بلخ کسبګرو او هټۍوالو خونې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د بوټانو د تولید ۱۰۸ کارخونې فعالیت لري چې هره ورځ ۱۲ زره جوړې بوټان تولیدوي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د بلخ او سمنګان ولایتونو د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.
بلخ ولایت کې د ایران سرقونسل وایي چې افغانستان له ایران سره د ګډو مذهبي او فرهنګي اړیکو درلودو له امله د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري.
د بلخ د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین وایي چې له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې دغه ولایت ته له ایران او پاکستانه ۸۰۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي.