د افغانستان د ملي دفاع وزير وايي چې که څه هم اوس نږدې ټول عمليات افغان ځواکونه کوي، خو د اړتيا پر مهال د بهرنيو ځواکونو هوايي ځواک ور سره مرسته کوي.
د بريتانيا لوی درستيز جنرال نیکلاس کارټر وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره طالبان د جګړې دوام لپاره هيڅ دلیل نه لري.
رویټرز خبري اژانس د درېیو لوېدیځو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې وسله والو طالبانو د تېر څه باندې یوه کال په اوږدو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي اډو ساتنه کړې ده.
. . .