په کابل کې د ایران سفارت مرستیال د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، تهران چمتو دی چې د بدخشان د وروستیو چاودنو د ټپیانو درملنې لپاره دغه هېواد ته د هغو په لېږد کې همکاري وکړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا پیلېدو او تهران کې د عربستان سفارت پرانیستو پر میکانیزمونو د بحث لپاره د دغه هېواد تخنیکي پلاوی ایران ته تللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د اسلامي امارت ټاکل شوی شارژدافیر فضلمحمد حقاني به نن په تهران کې د افغانستان سفارت چارې په رسمي ډول پر غاړه واخلي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت یو پلاوی، د اوبو په اړه له ايران سره د افغانستان د شوي تړون «د روح او متن» د پلي کېدو لپاره سبا (سه شنبه) ایران ته ځي.