ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران مرستیال سفیر: تهران د بدخشان د وروستیو چاودنو د ټپیانو درملنه کې همکارۍ ته چمتو دی

د ایران مرستیال سفیر: تهران د بدخشان د وروستیو چاودنو د ټپیانو درملنه کې همکارۍ ته چمتو دی

author avatar
17 Jun 2023 - 12:35
د ایران مرستیال سفیر: تهران د بدخشان د وروستیو چاودنو د ټپیانو درملنه کې همکارۍ ته چمتو دی
author avatar
17 Jun 2023 - 12:35

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): په کابل کې د ایران سفارت مرستیال د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، تهران چمتو دی چې د بدخشان د وروستیو چاودنو د ټپیانو درملنې لپاره دغه هېواد ته د هغو په لېږد کې همکاري وکړي.

په کابل کې د ایران سفارت نن (شنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره د دغه سفارت د مرستیال سیدحسین مرتضوي او د افغانستان د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین‌محمد حنیف د لیدنې خبر ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا پر  لارو چارو هم خبرې وشوې.

د ایران سفارت لیکلي: «مرتضوي په دې لیدنه کې د بدخشان د تروریستي برید په اړه چې د افغانستان د یو شمېر وګړو د شهادت او ټپي کېدو لامل شو، خواشیني او همدردۍ څرګنده کړه.»

په دغه لیدنه کې د اقتصاد وزارت سرپرست هم د ایران له ښه نیت او د همکارۍ له ژمنې څخه قدرداني وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غبرګولي په ١٦مه په بدخشان ولايت کې په لومړۍ چاودنه کې د دغه ولايت د سرپرست مولوي نثاراحمد احمدي په ګډون دوه کسانو ژوند بایلود او شپږ نور ټپيان شول.

همداراز د غبرګولي په ۱۸مه، بله چاودنه کې چې د فیض‌اباد ښار په نبوي جومات کې د مولوي نثاراحمد د فاتحې په مراسمو کې وشوه، د بغلان د امنیې قوماندانۍ مخکېني قوماندان مولوي صفي‌الله صمیم په ګډون ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۳۰ نور ټپیان شول.

Views: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.