کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت یو پلاوی، د اوبو په اړه له ايران سره د افغانستان د شوي تړون «د روح او متن» د پلي کېدو لپاره سبا (سه شنبه) ایران ته ځي.
د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم پر خپل ټويټر ليکلي چې د هلمند رود د اوبو پر سر د افغانستان او ايران د ۱۳۵۱ کال د تړون «د روح او متن د تطبيق لپاره تهران ته له يو مسلکي پلاوي سره روان یم.»
فاروق اعظم زیاتوي: «هغوی [ایراني چارواکي] به انشاءالله خپلو مسئوليتونو ته متوجې کړو.»
دغه راز، د اوبو او برېښنا وزارت وياند مولوي اخترمحمد نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل چې ډاکټر فاروق اعظم به سبا د يوه پلاوي په مشرۍ په پنځه ورځني سفر، ايران ته ولاړ شي.
د ده د معلوماتو له مخې، دغه سفر د ايراني چارواکو په بلنه تر سره کېږي.
هغه وویل، افغان پلاوی به هلته له يو شمېر ايراني چارواکو سره د اوبو اړوند مسایلو پر سر ليدنې ولري.
مولوي نصرت د دغو خبرو په اړه وایي: «بحث به کېږي چې په کومه اندازه لاسلیک شوی، کوم مشکل شته او که نه؛ خو [د اوبو پر معاهده] له سره کتنه نه کوي.»
دی زياتوي، ځيني وخت چې اوبه کمې وي او يا بارانونه لږ وي، نو ايران اندېښنه لري چې ولې په ټاکلې اندازه اوبه نه ورځي؛ په داسې حال کې چې په معاهده کې هر څه واضح شوي دي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت تېر کال د سلواغې په ۲۲مه په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې افغانستان د دغه دایمي معاهدې د تطبیق په برخه کې له ایران سره کار کولو ته چمتو دی.
په یاده اعلامیه کې راغلي وو: «د افغانستان اسلامي امارت د هلمند سیند حوزې د اوبو مدیریت په تړاو معاهدې د تخنیکي محتویاتو سره ټولو موادو، حقوقي اساساتو ضمائمو (پروتوکولونو) ته چې د هلمند د اوبو په اړه په ۱۳۵۱ کې د افغانستان او ایران د دولتونو ترمنځ پرې توافق شوی، په کامل صورت سره موافقت لري.»
د افغانستان او ايران هوکړهليک
د راپورونو له مخې، د افغانستان شاهي دولت لومړي وزیر موسی شفیق او د ایران د دولت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د ۱۳۵۱ کال د کب په ۲۲مه یو هوکړهلیک- چې یوه مقدمه، ۱۲ مادې او دوه پروتوکوله لري - لاسلیک کړی و.
د یادې معاهدې د دویمې مادې له مخې، ټولې هغه اوبه چې د هېرمند له رود څخه په عادي او غېرعادي کال کې افغانستان ایران ته ورکوي، د اوبو د منځني بهیر پر مهال په یوه ثانیه کې ۲۲ متره مکعبه دي، او یوه اندازه اضافي اوبه - چې د متوسط بهیر پر مهال په ثانیه کې څلور متره مکعبه دي، د میاشتني وېش پر تناسب چې په اړه یې د هوکړې په درېیمه ماده کې وضاحت شته - د حسن نیت او ورورګلوۍ په پار افغانستان ایران ته ورکوي.
د راپورونو له مخې، د ایران حکومت د هلمند سیندیزې حوزې د تېرېدونکو اوبو لپاره په نیمروز ولایت کې د کمال خان اوبو د بند پر جوړېدو اندېښنه ښودلې وه.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت یوه چارواکي مخکې ویلي و چې له ایران سره د اوبو د تړون پر اساس افغانستان په «هره ثانیه کې ایران ته ۲۶متر مکعبه اوبه ورکوي چې د کال ۸۰۰ میلیونه متر مکعب اوبه» کېږي.
هغه ویلي و چې په تېرو ۲۵ کلونو کې په افغانستان کې جنګونه وو، د اوبو تنظیم ستونزمن و او د هلمند له سینده ایران ته د کال شاوخوا درې میلیارده متر مکعبه اوبه ورتلې.