Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غور والي د جام منار لیدنې پر مهال ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به د دغه منار د ساتنې په موخه د استنادي دېوالونو جوړولو عملي چارې پیل کړي.
د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین غور ته په خپل سفر کې د جام منار د کتنې پر مهال وویل، یونسکو باید د دغه منار ساتنې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې د دغه وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال د جام منار وضعیت ارزونې په موخه غور ولایت ته سفر کړی دی.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، له کابله دغه ولایت ته د جام مناز وضعیت ارزونې په موخه د راغلي پلاوي له څېړنو وروسته پرېکړه شوې چې ډېر ژر به د دغه منار د بیارغونې او تحکیم چارې پیل شي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې وروستیو سېلابونو د ډېرو مالي او ځاني زیانونو اړولو ترڅنګ، جام تاریخي منار ته هم ډېر زیان اړولی او له مرکزي حکومت او نړۍوالو بنسټونو یې غوښتي چې د هغه ساتنې لپاره اقدام وکړي.
د غور ځایي مسوولینو دغه ولایت ته د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی، وایي چې ډېر ژر به د جام منار د بیارغولو چارې پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP