د بدخشان د جرم – بهارک سړک یو شمېر موټرچلوونکي او مسافر وایي چې دغه سړک په څو برخو کې د تخریبېدو په حال کې دی او له مسوولینو غواړي چې د دې لارې بیارغونې ته پام وکړي.