د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو شمېر مېرمنې د ولايتي روغتون د نسايي او ولادي څانګې د خدمتونو کیفیت له ښه کېدو هرکلی کوي خو په ورته وخت کې وايي، دې برخې ته باید پاملرنه لا ډېره او ناروغانو ته د اړتیا وړ درمل په وړیا توګه ورکړل شي.