د کندهار له احمدشاه بابا هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته د زون په کچه د حجکوونکو کسانو د لېږد لړۍ نن پیل شوه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، نن به له افغانستانه په لومړۍ الوتنه کې شاوخوا ۳۴۶ کسان سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو په موخه ولېږدول شي.