د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت یوه پلاوي د «حمید جلال پښتون» کورنۍ ته د غمرازۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او دوه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته یې هم ورسره کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د حمید جلال پښتون په نوم د یوه ځوان د پېښې عامل نیول شوی چې تر څېړنو وروسته به نظامي محکمې ته ولېږل شي.