د بدخشان يو شمېر اوسېدونکي وايي، د فيض اباد زاړه ښار د خښتو پل چې نوی ښار او ولسوالۍ سره نښلوي، د نه ترميم او نه پاملرنې له امله د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دى؛ دوی له حکومته غواړي چې د دغه لرغوني پله د بیارغونې او ساتنې لپاره اقدام وکړي.