«د چرګو هګیو له اړخه د افغانستان د مارکېټ تر نیمايي ډېره اړتیا له داخلي فارمونو پوره کېږي»
مسوولین وايي چې د هېواد په کچه دا مهال د هګیو چرګانو شاوخوا ۶۰۰ فارمونه د ورځې تر یونیم میلیون هګۍ تولید لري چې د داخلي مارکېټ څه باندې نیمایي اړتیا یې پوره کړې ده.


