د روسیې بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د دوحې ناسته ناکامه بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان په اړه هر ډول نوښت د کابل او سیمې هېوادونو له ملاتړ پرته پر ناکامۍ محکومه ده.