د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار په نهمه ناحيه کې د ۳۷ ميليون افغانيو په لګښت د سړک جوړولو د دوو پروژو چارې پيل شوې.
د فاریاب ځايي مسوولین وايي، په میمنه ښار کې د ښاروالۍ او خصوصي سکټور له پرمختیايي بودجې د څه باندې ۲۳ میلیون افغاینو په لګښت د اوبو د یوه کانال او یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.