د لوګر ولایت پوهنې ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو څه باندې۳۰۰ نوې دیني مدرسې پرانیستل شوې دي.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر وايي چې اسلامي امارت په هېواد کې د تعلیم او تحصیل ضد نه دی، بلکې هڅه کوي د یوه اباد او پر ځان بسیا هېواد لپاره د دیني او عصري علومو ښه زمینه برابره کړي.