د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) وايي، اوسمهال په افغانستان کې درې ميليونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي او دوی یوازې د یو میلیون ماشومانو درمنله کولی شي.
افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، دوی په دغه هېواد کې د مرستو لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي او راتلونکې میاشت له ۱۳ میلیون اړو وګړو یوازې څلورو میلیونو ته مرستې رسولی شي.