د ټولګټو وزارت وایي چې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو له امله د سرپل، بلخ او بادغیس ولایتونو ځینې لارې په موقتي ډول تړل شوي دي؛ خو د دې وزارت ټیمونو یې د بېرته پرانېستلو چارې په چټکۍ سره پیل کړې دي.