په هرات کې له مرګونې زلزلې څه باندې دوه اونۍ تېرېږي، زیانمن شوي خلک سختې ورځې تېروي، هغوی په داسې حال کې چې له کېدونکو مرستو خوښ دي خو وايي چې ورته د سرپناه جوړولو برخه کې دې بېړني ګامونه واخېستل شي.