د ملي دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاریو او د افغان کډوالو د مسایلو په اړه خبرې اترې کړې دي.
په ټولنيزو شبکو کې د هغو وېډیوګانو له خپرېدو وروسته چې ګواکې د سرپرست حکومت د ملي امنيت ځواکونو په پنجشېر ولايت کې يو شمېر نيول شوي کسان په ډزو وژلي، د ملي دفاع وزارت وايي، که دا وېډيوګانې نوې او د پنجشېر اړوند وي، عاملان به يې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک مشر وایي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ۲۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا پوځي تجهیزات ور پاتې دي.