Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
پکتیکا کې حکومتي مسوولین وايي چې د روان کال له پيله په دغه ولایت کې د دوهنیم میلیارد افغانیو په لګښت ۴۵۰ بېلابېلې رغنیزې پروژې بشپړې شوې دي.
ځايي مسوولین وايي چې د ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت د نیمروز د هوايي ډګر د سرحدي قرارګاه ودانۍ جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د سمنګان – بغلان پر لویه لار د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شو.
د غزني ولایت په مرکز کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت درې رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم او درېیو ولسوالیو کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۱۸ اعشاريه اته ميليونه افغانيو په لګښت د یوه سړک او ويالو جوړولو چارې پيل شوې.
د فراه د اقتصاد رییس وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۳۰ رغنیزې پروژې پلې کېږي چې له ډلې یې لس بشپړې شوې او د ۲۰ نورو چارې روانې دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۱۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د لغمان ځايي مسوولین وایي، نن د دغه ولایت په الیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایي چې په میدانوردګو ولایت کې د څه باندې ۳۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۵۱ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ننګرهار کې د ۱۴۳ میلیون افغانۍ په لګښت د لمریزې برېښنا یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او د هلمند په ګرشک کې د ۴۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه جومات جوړولو چارې پیل شوې.
په لوګر او میدانوردګو ولایتونو کې د ۵۷ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د هلمند په مرکز لښګرګاه کې د څه باندې ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت دوه رغنیزې پروژې بشپړې او د یوې بلې چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP