په جوزجان ولایت کې یو شمېر ښځې وایي چې له کونډېدو وروسته له بېوزلۍ او رواني ستونزو سره مخ او د اولادونو راتلونکي ته اندېښمنې دي. هغوی له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې بېسرپرستو ښځو ته د ملاتړ پروګرامونه او کاري فرصتونه برابر کړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد وايي، له زلزلې وروسته په سیمه کې تر اوسه د زلزلې ټکانونه محسوسېږي او خلکو ته رواني ستونزې پیدا شوې دي.