Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
. . .
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پر ساري ناروغیو د اخته کسانو درملنې لپاره ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د سل زره امریکایي ډالرو په ارزښت د توبرکلوز (نري رنځ ) ناروغۍ د تشخیص لوړ ظرفیتلرونکی نوی ماشین فعال شو.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې بست روغتون ته څېرمه د ساري ناروغیو درملنې لپاره یو ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
د میمنې ولایتي روغتون ۲۰۰ کارکوونکو د ولایت مقام ته د یوې عریضې په کولو سره، دغه روغتون ته د روغتیايي خدمتونو له اسانتیا برابروونکې موسسې څخه شکایت کړی او ویلي، دغې موسسې د دوی ۲۰ سلنه معاشونه کم کړي او د دوو میاشتو معاشونه یې هم نه دي ورکړي.
د تخار ولایتي روغتون کې د روغتیايي کارکوونکو د کمښت په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره هممهاله، د دغه روغتون مسوولین وايي چې د روغتیايي پرسونل د کمښت ستونزې هوارولو هڅې روانې دي.
د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ايران له لوري د شکرې ناروغانو درملنې لپاره یو روغتيايي مرکز پرانیستل کېږي.
د فاریاب مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا پنځه زره روږدې ښځې او ماشومان شته چې د درملنې لپاره یې په میمنې ښار کې ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو.
Views: 69
د بغلان د جلګې يو شمېر اوسېدونکي وايي چې شاوخوا درې کاله مخکې په دې ولسوالۍ کې يو ٣٠ بستريز روغتون جوړ شوى خو تر اوسه روغتيايي پرسونل نه لري.
د خوست د نادرشاه کوټ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او ټينګار کوي چې د دې ولسوالۍ ۳۰ بستريز روغتون دې فعال شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن