ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د جلګې خلک له حکومته غواړي چې په دې ولسوالۍ کې جوړ روغتون ورته فعال کړي

د بغلان د جلګې خلک له حکومته غواړي چې په دې ولسوالۍ کې جوړ روغتون ورته فعال کړي

author avatar
23 Jan 2023 - 11:45
د بغلان د جلګې خلک له حکومته غواړي چې په دې ولسوالۍ کې جوړ روغتون ورته فعال کړي
author avatar
23 Jan 2023 - 11:45

پلخمري (پژواک، ٣ سلواغه ۱۴۰۱): د بغلان د جلګې يو شمېر اوسېدونکي وايي چې شاوخوا درې کاله مخکې په دې ولسوالۍ کې يو ٣٠ بستريز روغتون جوړ شوى خو تر اوسه روغتيايي پرسونل نه لري.

هغوى په ټینګار وايي چې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او له حکومته غواړي څو د یاد روغتون ژر فعالولو لپاره اقدام وکړي.

د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحم‌الدين پژواک خبري آژانس ته وويل چې درې کاله مخکې په دې ولسوالۍ کې يو روغتون په اساسي ډول جوړ شوى خو تر اوسه يې خدمات نه دي پيل کړي.

هغه وايي: «په کراتو يې موږ د فعالولو غوښتنه وکړه خو تر اوسه نه دى فعال شوى؛ په صحي برخه کې ډېر مشکلات لرو، د حل لپاره یې بايد دغه روغتون فعاله شي.»

رحم‌الدين د بېلګې په توګه وويل چې څو ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ د يرم يوليا کلي يوې مېرمن چې د ولادت ستونزه يې درلوده، د روغتون نشتوالي له امله نهرين ولسوالۍ ته پر لاره ساه ورکړه.

دغه راز د يادې ولسوالۍ بل اوسېدونکي قاضي قلم‌الدين پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ روغتون یې ښه مجهزه ودانۍ لري خو فعال نه دی او کارکوونکي نه لري.

هغه وايي، مخکني او اوسني حکومت ته څو ځلې عارض شوي خو تر اوسه يې ورته روغتون نه دى فعال کړى.

نوموړي وويل: «زموږ د ولسوالۍ خلک خپل مريضان نهرين ولسوالۍ ته بيايي خو د ژمي په موسم کې لار بنده وي، بيا يې هلته هم نه شي بيولی، نو بايد زموږ دغه ستونزه هواره شي.»

خو د جلګې بل اوسېدونکی قاسم خان بيا د یاد روغتون پر موقعیت نيوکه لري او وايي، د دې پر ځای چې دغه روغتون د استوګنې سیمې ته نږدې جوړ شوی وای، له خلکو لرې د غره په لمنه کې جوړه شوی دی.

هغه هم ټينګار کوي چې روغتون بايد فعال شي او د اوس لپاره که نور څه نه وي د بېړنۍ برخې او نسايي ولادي څانګې کارکوونکي دې ورته واستول شي.

بلخوا، روغتيايي مسوولين هم د جلګې ولسوالۍ د خلکو روغتيايي ستونزې مني.

د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر مسعود احمدي په دې تړاو پژواک ته وويل چې د جلګې روغتون د تېر حکومت پر مهال جوړ شوى خو تر اوسه روغتيايي پرسونل نه لري.

دى وايي، د یاد روغتون د تشکيل مسئله يې له وزارت سره شريکه کړې او وزارت پلان لري چې په راتلونکي کال کې ټولو هغو روغتونونو ته کارکوونکي وګوماري چې جوړ شوي خو پرسونل نه لري.

جلګه د بغلان ولايت له لرو پرتو ولسواليو ده چې د ډبرو سکرو ډېر کانونه لري خو اوسېدونکي يې تر ډېره په کرنه بوخت دي.

Visits: 203

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.