ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د نادرشاه‌کوټ خلک په دې ولسوالۍ کې د ٣٠ بستريز روغتون فعالېدو غوښتنه کوي

د خوست د نادرشاه‌کوټ خلک په دې ولسوالۍ کې د ٣٠ بستريز روغتون فعالېدو غوښتنه کوي

author avatar
11 Jan 2023 - 14:42
د خوست د نادرشاه‌کوټ خلک په دې ولسوالۍ کې د ٣٠ بستريز روغتون فعالېدو غوښتنه کوي
author avatar
11 Jan 2023 - 14:42

خوست ښار (پژواک، ٢١ مرغومی ۱۴۰۱): د خوست د نادرشاه کوټ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او ټينګار کوي چې د دې ولسوالۍ ۳۰ بستريز روغتون دې فعال شي.

هغوی زیاتوي چې د دې ولسوالۍ پراخوالي او اوسېدونکو شمېر ته په کتو اړ دي خپل ناروغان د ګاونډو ولسواليو کلينيکونو او يا د خوست تر ملکي روغتونه چې لسګونه کيلومتره لار ده، ورسوي.

یاد اوسېدونکي وايي چې د نادرشاه‌کوټ په ولسوالۍ کې جوړ شوی ۳۰ بستريز روغتون دې فعال شي، تشکيل او امکانات دې ورکړي.

د معلوماتو له مخې، د ياد ۳۰ بستريز روغتون ودانۍ په ۱۳۹۲ لمريز کال کې د څه باندې ۴۲ ميليون افغانيو په لګښت پر شپږ جريب ځمکه جوړه او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده.

د حاضرمحمد په نوم د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د تېر حکومت پر مهال ورسره څو ځلې د ياد روغتون فعالېدو ژمنه وشوه خو تر اوسه فعاله نه شو.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې روغتون ورته فعال کړي څو يې روغتيايي ستونزې حل شي.

هغه وايي: «دلته پر نادرشاه‌کوټ سربېره د څلورو ولسواليو سپېره، دوه‌منده، تڼي او مندوزيو خلک راځي، نو اوسنۍ خدمات کافي نه دي، که چېرې دغه روغتون فعال شي نو دا مشکلات به حل شي.»

د يادې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي شاپور پژواک ته وويل چې دوی خوست ښار ته پر وخت خپل ناورغان نه شي انتقالولی؛ ځکه دا ولسوالي ځيني داسې لرې پرتې سيمې لري چې ساعتونه فاصله لري.

هغه وويل چې د ولسوالۍ په کچه کلينيک کې وړاندې کېدونکي روغتيايي خدمات او تشکيل دوى ته بسنه نه کوي؛ ځکه د هغه په وينا، د ناروغانو شمېر ډېر دي.

ده زياته کړه: «د ډاکټرانو شمېر کم دی، يو اېم ډي ډاکټر لري، د ورځې تر دوه سوه پنځوس پورې او پي ډي مريضان لري چې دا هیڅ د منلو وړ نه ده. ۳۰ بستريز روغتون ودانۍ کې دا خدمات وړاندې کوي، چې کافي خونې لري، له سرپرست حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې ياد روغتون فعال کړي.»

بلخوا د خوست د اطلاعاتو او کلتور رييس شبيراحمد عثماني پژواک ته وويل، د عامې روغتيا رياست د خپلو امکاناتو په تناسب د ټولو ولسواليو کلينيکونو او شفاخانو لپاره پرسونل لري چې ځيني د موسسو له خوا تمويلېږي او ځيني نور بيا د حکومت له خوا.

نوموړي وويل، حکومت پلان لري چې په راتلونکي کې د هېواد په کچه داسې برنامې پيل کړي چې د پرسونل ډېرېدو ترڅنګ یې وقايوي برخه هم غښتلې شي.

بل پلو، د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر فضل‌کريم مندوزي بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې له اړوند وزارته د نادرشاه کوټ د ۳۰ بستريز روغتون د فعالېدو امر ورغلی او ډېر ژر به فعال شي.

دی زياتوي: «موږ ته يې مکتوب راغلی، ټول کارونه يې خلاص دي، صرف چې موسساتو ته يې د تمويل لپاره وسپارو او د پرسونل مسووليت چې هغوی پر غاړه واخلي.»

نوموړي زياته کړه، دوی هيله‌من دي چې د راتلونکو دوو مياشتو په جريان کې به ياد روغتون فعالېږي او د خلکو لپاره به په معياري ډول روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

Views: 394

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.