ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میمنې ولایتي روغتون لسګونه کارکوونکي د روغتیايي خدمتونو له اسانتیا برابروونکې موسسې څخه شکایت لري

د میمنې ولایتي روغتون لسګونه کارکوونکي د روغتیايي خدمتونو له اسانتیا برابروونکې موسسې څخه شکایت لري

author avatar
13 Apr 2023 - 16:32
د میمنې ولایتي روغتون لسګونه کارکوونکي د روغتیايي خدمتونو له اسانتیا برابروونکې موسسې څخه شکایت لري
author avatar
13 Apr 2023 - 16:32

میمنه (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۲): د میمنې ولایتي روغتون ۲۰۰ کارکوونکو د ولایت مقام ته د یوې عریضې په کولو سره، دغه روغتون ته د روغتیايي خدمتونو له اسانتیا برابروونکې موسسې څخه شکایت کړی او ویلي، دغې موسسې د دوی ۲۰ سلنه معاشونه کم کړي او د دوو میاشتو معاشونه یې هم نه دي ورکړي.

د هغوی په وینا، د افغان کورنیو د پاملرنې موسسې (CAF) یاد روغتون ته د روغتیایي خدمتونو اسانتیاوې برابروي.

هغه عریضه چې د میمنې روغتون د ۲۰۱ ډاکټرانو او پرسونل له خوا لاسلیک شوې او کاپي يې پژواک اژانس ته هم رسېدلې، پکې راغلي چې کف موسسې د کارکوونکو ۲۰ سلنه معاشونه کم کړي، په داسې حال کې چې په نورو ولایتونو کې د پرسونل معاش پوره ورکول کېږي.

د یاد روغتون د عمومي جراحي متخصص ډاکټر غلام سخي حليم وايي، دوې مياشتې کېږي چې کف موسسې د روغتيايي پروژې پلې کېدو مسووليت اخيستى، په داسې حال کې چې تر اوسه يې د پرسونل معاشونه نه دي ورکړي، ٢١ کسان يې تنقیص او د کارکوونکو معاشونه یې ۲۰ سلنه کم کړي دي.

هغه وايي، د رامنځته شوو ستونزو په اړه یې د کف موسسې له ولایتي مسوول ډاکټر محمداصف سره خبرې کړې دي، خو کومه مثبته پایله یې نه درلوده.

حلیم وویل: «روغتون په بد حالت کې دی، درمل او د اړتیا وړ توکي لکه یو پنس هم نشته، ناروغان د عملیاتو پر مهال خون‌ریزي کوي، اعاشه او ان وچه ډوډۍ نشته، څو ورځې وړاندې پرسونل وږي پاتې شول، یو خیریه بنسټ ۱۵۰ ډوډۍ مرسته وکړه چې په هغه شپه د عامې روغتیا رییس د څارنې لپاره راغلی و او وضعیت کې ولید.»

نوموړي زیاته کړه، ټول روغتیايي پرسونل ژمنه کړې چې هېواد او خلکو لپاره وړیا کار کوي، خو د موسسې له خوا وضع شوي شرایط نه مني.

د یاد روغتون یو بل متخصص ډاکټر عزت‌الله هدف وايي، د مراجعینو شمېر ډېر دی، خو امکانات لږ دي.

هغه زیاته کړه، د میمنې روغتون ظرفیت پخوا ۳۰۰ بسترو ته لوړ شوی و، خو اوسنی تشکیل یې نه دی منظور شوی، حکومت او ملاټري بنسټونه دې ۳۰۰ بستره تشکیل ته پاملرنه وکړي.

ناروغان هم شکایت لري

د خواجه موسی ولسوالۍ اوسېدونکی ګل‌محمد وايي، ناروغ وریرونه یې له ۲۰ ورځو راهیسې په دغه روغتون کې بستر دي او د ورځې ۵۰۰ افغانۍ درمل اخلي، په داسې حال کې چې د درمل اخیستلو وس نه لري.

هغه وویل: «په دې په هېله راغلی وم چې دولتي روغتون ډېر امکانات لري او درمل یې وړیا دي، خو هیڅ څه هم نشته؛ د ‌ډاکټرانو د سپارښتنې په اساس، دری واړه ماشومان باید دوې میاشتې بستر واوسي، که ورور مې راسره ومني پرېکړه مې کړې چې یو ماشوم وپلورم څو د دوو نورو ماشومانو لګښت پوره کړم.»

په ورته وخت کې، د خواجه سبزپوش ولسوالۍ اوسېدونکی نقیب‌الله چې جراحي عملیات یې کړي، د ډاکترانو له څارنې او چلنده رضایت ښيي، خو وایي چې دری ورځې وړاندې یې له بازاره د ۳ زره افغانیو درمل پېرلي دي.

هغه وویل، که پيسې یې درلودلای نو شخصي روغتونونو ته یې مراجعه کوله، اړتیا نه وه چې دولتي روغتون کې بستر شي.

د فاریاب د عامې روغتیا رییس ډاکټر ظاهرشاه جهادمل وایي، د کف موسسې په خپل سر او له دغه ریاست سره له مشورې پرته ۲۱ روغتیایي کارکوونکي او ډاکټران له تشکیله ایستلي، خو هغه دغه موضوع د عامې روغتیا له چارواکو سره شریکه کړې او د موسسې استازی یې راغوښتی او خپل مخالفت یې ورته څرګند کړ.

جهادمل وویل: «د موسسې د مسوولانو موخه د بودجې یوې برخې غنیمت کول او ناوړه ګټه اخیستل دي، نه د غوره خدماتو وړاندې کول.»

نوموړي د کافي پرسونل، درملو او اعاشې نشتوالي برخو کې د ناروغانو او روغتیايي پرسونل شکایتونه تایید کړل او زیاته یې کړه، د فاریاب جغرافیایي پراختیا او د نفوس ډېروالي ته په کتو د ولایتي ۱۰۰ بستریز روغتون تشکیل د مراجعینو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی، په کار ده چې دغه روغتون ۳۰۰ بسترونو ته ارتقا وکړي څو د خلکو روغتیايي اړتیاوو ته رسېدنه وشي.

هغه همداراز ومنله چې د روغتون ناروغان د اړتیا وړ درمل له بازاره پېري، خو دغه ستونزه به ډېر ژر حل شي؛ ځکه له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د اړتیا وړ درملو برابرولو ژمنه کړې او د درملو عمده برخه لېږدول شوې او ډېر ژر به روغتون او روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شي.

د عامې روغتیا رییس د اړوند وزارت له رهبرۍ او نړۍوالو موسسو څخه وغوښتل څو د میمنې روغتون ارتقا برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

پژواک هڅه وکړه څو د روغتیايي پرسونل، ناروغانو شکایتونو او د عامې روغتیا رییس د څرګندونو په تړاو د کف دفتر نظر هم ولري، خو د دغې موسسې ولایتي مسوول ډاکټر محمداصف وویل، د عامې روغتیا وزارت ورته یو مکتوب ورکړی او ویلي چې له رسنیو سره خبرې ونه کړي.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.