د میمنې ولایتي روغتون لسګونه کارکوونکي د روغتیايي خدمتونو له اسانتیا برابروونکې موسسې څخه شکایت لري
د میمنې ولایتي روغتون ۲۰۰ کارکوونکو د ولایت مقام ته د یوې عریضې په کولو سره، دغه روغتون ته د روغتیايي خدمتونو له اسانتیا برابروونکې موسسې څخه شکایت کړی او ویلي، دغې موسسې د دوی ۲۰ سلنه معاشونه کم کړي او د دوو میاشتو معاشونه یې هم نه دي ورکړي.



