د غور ولايت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي شکايت کوي چې د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.