۳۲ کلن زکریا چې د خپل عمر څه باندې لس کاله یې په نشو کې تېر کړي او اوس روغ شوی وايي، ټول فکر کوي چې د نشې پرېښودل ناشوني دي، خو داسې نه ده، که قاطع تصمیم وي، هر روږدی کولای شي ان پرته له بستر کېدو یې پرېږدي.
نجیبالله چې ۲۵ کاله عمر لري، نن یې د ځینو چارواکو په حضور کې د اعتیاد پرېښودو لومړۍ کلیزه ونمانځله.