د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د رسنيزو بنسټونو له استازو سره په کتنه کې د رسنیو د ملاتړ ترڅنګ ویلي چې د رسنیو د برېښنا او فریکونسي ستونزو د حل لپاره یو وړاندیز د ریاستالوزرا مقام ته استول شوی او له منظورېدو وروسته به له رسنیو سره شریک شي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې د هېواد د صادراتو کچه یو میلیارد او ۷۰۰ میلیون ډالرو ته لوړه شوې ده.