لغمان کې یو شمېر کروندګر وایي، د کال څلور فصله بېلابېل ډول سبزیجات کري او د پلازمېنې کابل په ګډون یې د هېواد ډېرو ولایتونو ته صادروي، خو د نرخونو ټیټوالي له امله زیان ویني.