د عامې روغتیا وزارت وایي، د سرطان د کنټرول ملي پروګرام، د دې ناروغۍ نړۍوال کنوانسیون بشپړ غړیتوب بېرته ترلاسه کړ.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۳ زره کسان د سرطان پر ناروغي اخته شوي چې ۱۶ زرو یې تېر زېږدیز کال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.