د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا «د افغانستان د مهاجرت ادبیات» تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز سیمینار په کابل کې ترسره شو چې پوهانو او څېړونکو د دغې دورې د لا څېړلو لپاره د علمي- څېړنيزو پروژو پر ليکلو او مستند کولو ټینګار وکړ.