په غزني کې یو شمېر د سرو زرو پلورونکي د بازار له کمرنګه کېدو شکایت کوي او وايي، په دې وروستیو کې د سرو زرو د پلور کچه تر ۷۰ سلنې کمه شوې او خلک د پخوا په څېر د دغو توکو پېرلو ته زړه نه ښه کوي.