د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور سرپل ته په خپل سفر کې ویلي، له تخنیکي سروې وروسته به په دغه ولایت کې د ۲۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د سلطان ابراهیم درې بند د جوړولو عملي چارې پیل شي.