د غزني ولایت د سلطان د اوبو بند د ساتنې او څارنې پروژې چارې د څه باندې ۱۰۹ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت د سلطان بند دروازې چې څو ورځي مخکې د خټو (رسوباتو) نيولو له امله بندې شوې وې، نن بېرته بشپړې خلاصې شوې.